د فواید عامې وزارت مسولین وایي، د ساختماني شرکتونو په اړه یې ارزونه پیل کړې او د ارزونې له بشپړېدو وروسته به هغو شرکتونو ته قراردادونه ورکړل شي، چې د دغه وزارت له میعیارونو سره برابر وي.
بلخوا د څه باندې اتو میلیون ډالرو په ارزښت له ځینو کورنیو ساختماني شرکتونو سره د لسو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د دغو پروژو مالي لګښت نړیوال بانک ورکوي.
د فواید عامې وزارت سرپرست انجینر نورګل منګل:
“موږ نوې ارزونه پیل کړې، په دغې ارزونه کې د شرکت بشري پرسونل، تخنیکي وسایل او مالي امکانات څیړل کیږي؛ کوم شرکت چې پاتې راشي، تړونونه ور سره نه کیږي او دغه ارزونه به ژر بشپړه شي.”
د ولسي جرګې ځینې غړي بیا د حکومت په ځانګړې توګه د فواید عامې وزارت په کړنو نیوکه لري او وایي، ولایتونو ته د پروژو په ورکړه کې دوه ګونی چلند کیږي.
خبریال: اسلم حجاب