عاجل خبرونه

د فضايي حریم د کنټرول چارې د هوايي چلند ادارې ته سپارل کیږي

(Last Updated On: June 28, 2015)

vlcsnap-2015-06-28-15h32m24s55

دوه نیمې میاشتې وروسته به د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول چارې چې د ناټو او ایساف لخوا کنټرولیږي، د افغانستان هوايي چلند ادارې ته وسپارل شي.

د افغانستان د هوايي چلند د ادارې مسولین وايي چې د فضايي حریم د کنټرولو لومړنۍ چارې تر سره شوي دي او نوی تړون له دوه سوه درې اتیا میلیون افغانیو څخه دوه سوه شپږ دیرشو میلیونو ته را ښکته شوی دی.

افغانانو ته د نړیوالو لخوا د امنیتي مسولیتونو لیږد لا نه دی بشپړ شوي. ټاکل شوې وه چې د افغانستان د فضايي حریم مسولیت هم د دوه زره پنځلسم کال په پیل کې افغانانو ته وسپارل شي، خو ویل کیږي د ټاکنیزو جنجالونو له کبله دا چاره وځنډیده.

vlcsnap-2015-06-28-15h32m43s220

د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې ريیس کپتان حامد ظاهر:

” د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول تدارکاتي پروسه له پرون راهیسې تصویب شوه او د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر له شپاړلسمې وروسته به دا په مستقیمه توګه د افغان دولت په کنټرول کې وي.

په پام کې وه چې دا ځل د عربي متحدو امارتو یوه خصوصي شرکت ته د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول چارې وسپارل شي، خو د تدارکاتو د ادارې د ارزونې له مخې دا تصمیم هم بدل شوی دی.

د تدارکاتو د ادارې د پالیسۍ رییس مرتضی نوری:

پخوانی پنځه کلن قرارداد د ۲۸۳ ملیون ډالرو په بدل کې ترسره شوی دی؛ په داسې حال کې چې نیو قرارداد په 28.9 ملیون ډالرو تصویب شوی دی.

له دوه زره دویم میلادی کال راهیسې د افغانستان فضايي حریم د نړیوالو ځواکونو لخوا کنټرولیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …