عاجل خبرونه

د فرخندې وژنه افغان دولت او ملت ته د شرم وړ ګرځېدلې ده – دانش

(Last Updated On: April 1, 2015)

vlcsnap-2015-04-01-15h33m51s56

د ولسمشر دوهم مرستیال وایي، د فرخندې بې رحمانه وژنه د افغان دولت او ملت لپاره د شرم وړ ګرځېدلې ده.

نوموړی ټینګار کوي چې حکومت دې د دغې پیښې عاملین ژر محاکمې ته حاضر کړي څو عدالت پرې تطبیق شي.

په همدې حال کې لویه څارنوالي وایی، د فرخندې د وژنې د قضیې د تورنو کسانو د دوسیې څیړنه روانه ده او دغه دوسیه په بشپړه خپلواکي څیړل کیږي.

د نولسو پولیسو په ګډون د 46 کسانو دوسیه چې د فرخندې د وژنې په قضیه کې تورن دي، تیره اوونۍ لویې څارنوالۍ ته واستول شوه.

د ولسمشر دوهم مرستیال خبرداری ورکوي چې د پیښې ټول عاملین او چا چې د دغې تراژیدي د مخنیوي لپاره کار نه دی کړی، او یا هغه کسان چې د دوسیې د څیړنې پر مهال ناغیړي وکړي، پوښتل کیږي.

vlcsnap-2015-04-01-15h34m11s2

په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي         وایي، دغه دوسیه یې له کوم فشار پرته څیړلې او په بشپړ ځواک سره پرې کار کوي.

 vlcsnap-2015-04-01-15h34m56s178

د شاه دو شمشیره زیارت چې په کې فرخنده د څو کسانو له خوا تر شکنجې وروسته ووژل شوه، اوس د حج او اوقافو وزارت له خوا د نویو مرشیدنو تر ګمارلو پورې تړلی او کوم کسان چې د دغه زیات په شاوخوا کې یې تعویذونه لیکل، اوس دغلته نشته.

خبریال: حمید صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …