عاجل خبرونه

د فراه په ګلستان کې طالبان د واکسینو مخنیوی کوي

(Last Updated On: June 11, 2016)

polio-300x168

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي، چې تېر کال په کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ د واکسین له روان پړاوه پاتې شوه.  

د فراه ولایت مرستیال والي محمد یونس رسولي رسنیو ته  ویلي، چې طالبان په اړوند سیمه کې د واکسینو د پلي کولو مخه نیسي.

 د رسولي په وینا؛ طالبانو په ناامنو سیمو کې د واکسینو د پلي کولو د پروګرام د ۵۰ سلنې بودجې د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

هغه وایي، په لومړیو کې په دې اړه ستونزې لږ وې او حل یې هم شونی و.   

د فراه ولایت د ګلستان او فراه رود ولسوالۍ په تېرو څو کلونو کې ډېرې ناامنه شوي او ان روغتیایي پرو ګرامونه ګواښل کیږي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

خلیلزاد د سولې خبرو منځپانګه پټه ساتلې – رولا غني

(Last Updated On: November 16, 2019)د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني د افغان سولې …