عاجل خبرونه

د فراه ولایت پر نوبهار ښار سخته جګړه روانه ده

(Last Updated On: October 13, 2016)

vlcsnap-2016-10-13-09h54m44s206

راپورونو په ډاګه کړې، چې له نن سهاره د نوبهار ښار په څنډو او په تېره بيا د شمالي برخې برنګتوت سيمه كې د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه روانه ده.

امنيتي مسوولين وايي؛ طالبانو له نن سهاره جګړه سخته كړې او غواړي، چې ښار ته ننوزي.

د دوی په وینا؛ طالبانتر دې دمه هيڅ لاس ته راوړنه نه لري.

د فراه ښار اوسيدونكي وايي، طالبان او حكومتي ځواكونه د يو او بل پروړاندې له درندو وسلو كاراخلي، چې خلك يې له ستونزو سره مخ كړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډ ولایت هرات څخه هم دې ولایت ته امنیتي ځواکونه رسیدلي دي.

دیادونې وړ ده، چې د فراه ښار اوسیدونکي له تېرو درې اوونیو راهیسې له هر اړخیزو ستونزو سره مخ دي او یو شمېر اوسیدونکي یې نږدې سیمو او ولایتونو ته کډه شوي هم دي.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …