د فراه د مرکز له باغپل سیمې طالبان په شا وتمبول شول

(Last Updated On: October 15, 2016 12:41 pm)

afgh_army-300x168

د فراه ولایت د مرکز نوبهار له باغپل سیمې افغان امنیتي ځواکونو وسلوال طالبان شاه تګ ته اړ کړي دي.

د فراه ولایت د پولیسو قومندانۍ آمر محمد غوث مالیار وایي، د فراه ولایت په برنګتوت،ده یک، شورآباد او باغپل سیمو کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات روان دي.

د نوموړي په وینا؛ وسلوالو طالبانو په نښتو کې ماته خوړلې او له باغپل سیمې په شاه تمبول شوي دي.  

د فراه ولایت امنیتي مسوولین زیاتوي، د جګړې په بهیر کې له سل ډېر وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د دوی په وینا؛ په سیمه کې دښمن خپل ځواک له لاسه ورکړی او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختګ ور په برخه شوی دی.

د فراه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ ډېر ژر به د فراه ولایت مرکزي او اړوند لیرې پرتې سیمې د وسلوالو طالبانو له شتون پاکې شي.  

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …