عاجل خبرونه

د فاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ته سرپرستان وټاکل شول

(Last Updated On: May 6, 2016)

13179172_994999573921672_7220203236143392194_n

افغان ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په یو ځانګړي امر کې د ملي دفاع وزارت رییس ارکان ډګر جنرال عبدالله خان د ملي دفاع وزارت د سپرست په توګه ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ په یوه خپور شوي پیغام کې راغلي، چې معصوم ستانکزی د ولمشرۍ د سلاکار وزیر او د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه غوره شوی دی.

معصوم ستانکزی له دې وړاندې د دفاع وزارت د سرپرستۍ او د سولې عالي شورا د دارالانشا دندې تر سره کړي دي؛ خو دفاع وزارت ته یې د ولسي جرګې رایې خپلې نه کړای شوې.

ولسي جرګې د ملي وحدت حکومت له رامنځته کیدو وروسته دغه وزارت ته د نوماند په توګه لومړی شیر محمد کریمي او بیا معصوم ستانکزي ته د رایو له  ورکولو ډډه کړې وه. 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیون اداري او تخنیکي چارې پڅې روانې دی- ټاکنڅاري بنسټونه

(Last Updated On: September 20, 2019)ټاکنڅارو بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې …