عاجل خبرونه

د غور تیورې ولسوالي د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې

(Last Updated On: جولای 23, 2017)

د غور والي غلام ناصر خاضع د دغې ولسوالی سقوط منلی دی.

په غور کی سیمه ییزې سرچینې وایي؛ له دوه ورځو را په دیخوا تر درې سوه پورې طالبانو، چې له نورو ولایتونو هم راغلي پر یادې ولسوالۍ ګډ بریدونه کړي دي.

د غور ولایت د پولیسو ویاند اقبال نظامي وایي، طالبانو د ولسوالۍ له نیولو وروسته د دولتي روغتون پر داکترانو او ناروغانو ډزې کړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې مړه شوي او ټپیان دي.

د نوموړي د وینا له مخې؛ د ولسوالۍ ډېرې دولتي ودانۍ هم سوځول شوې دي.

د ملي اردو یوې سرچینې په ډاګه کړې، چې د ملي اردو ۹ او د ملي امنیت سرتېري، چې پر ولسوالۍ د برید پر مهال ټپیا شوي وه؛ د دې ولایت مرکز قلعه نو ته لیږدول شوي دي.  

دې سرچینې دا هم ویلي، چې په نښته کې ۳۰ امنیتي ځواکونو هم خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …