عاجل خبرونه

د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات پيل شوي

(Last Updated On: October 18, 2015 3:47 pm)

7 naqibullah faeiq

په فارياب كې د ملي اردو قوماندان شيرين شاه كوهبندي وايي، چې د غورماچ ولسوالې د بېرته نيولو په موخه په عملياتو كې څلويښت وسلوال وژل شوي دي.

د فارياب د غورماچ ولسوالې مركز تيره شپه د وسلوالو له خوا له يو ډله ییز بريد وروسته ونيول شو.

په ولسي جرگه كې د فارياب د خلكو استازى نقيب الله فايق وايي، وسلوالو طالبانو له څو ورځو را په ديخوا پر غورماچ ولسوالۍ له څو لوریو بريد وكړ، چې د يكشنپې په شپه د وسلوالو لاس ته ولويده.

هغه زیاتوي، وسلوالو يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.

د فارياب د ولايتي شورا رييس سيد عبدالباقي هاشمي وایي،په وخت د مهماتو نه رسيدل،په وخت د كارمندانو دمعاش نه وركول او د حكومت نه پاملرنه د غورماچ د سقوط لامل گڼي.

په غورماچ كې د پوليسو د پېنځه سوه كسيزې قطعې قوماندان سيد آصف وايي، د مهماتو لږوالى او په وخت نه رسيدل د دوى د په شاتگ لامل شو.

د فارياب امنيتي چارواكي وايي، دا ولسوالي به د وسله والو په لاس كې پري نږدي.

غورماچ په فارياب كې ناامنه ولسوالې ده، چې تل وسلوال پرې بريد كوي او امنيت يې اغېزمنوي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …