د غزني د جنایي مدیریت چارواکی پر بې غږه تفنګچې ترور شوی

(Last Updated On: September 28, 2017 2:24 pm)

د  غزني امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې سیمه ییز آمرحمید ودان نن په یوه وسلوال برید کې ووژل شو.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، حمید ودان دندې ته روان و، چې د غزني ښار د درېیم پلان په سیمه کې وسلوالو پر بې غږه تفنګچې ویشتی او وسلوال پر تېښته بریالي شوي دي.

سره له دې، چې د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو د غزني محلي چارواکي په دې وژنه کې طالبان پړه ګڼي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې دا په تېرو دوه اوونیو کې درېیم پوځي کس دی، چې وژل کیږي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …