عاجل خبرونه

د غزني له پاره د طالبانو والي د خوست په ګربز ولسوالۍ کې نيول شوی

(Last Updated On: April 16, 2016)

tt

د ملي امنيت رياست وايي، چې د غزني له پاره د طالبانو لخوا نومول شوى والي د خوست ولايت په ګربز ولسوالۍ کې نيول شوی.

د دغه رياست په خبرپاڼه  کې راغلي؛  قاري يوسف نومی، چې د طالبانو له خوا د غزني له پاره د والي په توګه نومول شوى و د خوست   ولایت د ګربز ولسوالۍ د شیخ امیر په کلي کې نيول شوى، چې غوښتل یې پر دولتي تاسیساتو برید ته چمتوالی ونیسي.

خبرپاڼه زياتوي؛ قاري یوسف په ښځینه جامو کی نیول شوی، چی غوښتل يې له کلي څخه و تښتي. سرچينې د دغه کس د نيونې دقيقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د خوست ولايت يوې حکومتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط تائيد کړې، چې د ملي امنيت ځواکونو د غزني له پاره د طالبانو نومول شوى والي د خوست د ګربز ولسوالۍ په شيخ امير سيمه کې نيولى؛ خو په دې اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي  .

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیونونه د رڼو ټاکنو له تر سره کولو ډاډ ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسيونونه د تلې شپږمې ټاکنو د ترسره …