عاجل خبرونه

د عطا محمد نور لاسلیک نور د اعتبار او اجرا وړ نه دی- منیره یوسف زاده

(Last Updated On: جنوري 13, 2018)

د بلخ ولایت پر څوکۍ د عطا محمد نور د پاتې کیدو له ټینګار وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې د نور لاسلیک نور په حکومت کې اعتبار نه لري او د هغه هیڅ وړاندیز او مکتوب به اجرا نه شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده څرګندوي، چې انجنیر داوود به د سیاسي ناندریو له پای ته رسیدو سره سم د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي.

د بلخ د ولایتي شورا غړی هاشم عظیمي وایي؛ هیله من يم، چې دغه ستونزه د خبرو له لارې شي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د بلخ د لیرې کړ شوي والي عطا محمد نور او ارګ تر منځ نوی کړکیچ پیدا شو، چې ارګ وویل د نور استعفا یې منلې؛ خو نور او جمعیت ګوند بیا وایي، چې دغه پرېکړه یو اړخیزه ده او که حکومت د دوي غوښتنې ونه مني عطامحمد نور به د حکومت د کاري دورې تر پای ته رسیدو پورې د والي په توګه پاتې وي.

د یادونې وړ ده، چې نږدې یوه میاشت مخکې انجنیر داوود د بلخ ولایت ته ټاکل شوی؛ خو تر دې دمه د دغه ولایت مقام ته ورپېژندل شوی نه دی.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …