د عامه نظم پولیس: كه حق رانكړل شي، دنده پرېږدو

(Last Updated On: October 26, 2014)

ghazni

په غزني كې د عامه ساتنې سرتيري وايي له شپږو مياشتو را په ديخوا يې معاش نه دى اخستى.

دوى خبردارى وركوي چې كه وضعيت همداسې دوام وكړي؛نو دوى به اړ شي چې دنده پريږدي.

د دغو سرتيرو دا ستونزه د دغه ولايت د عامه ساتنې قومانداني هم تاييدوي.

په غزني كې د عامه ساتنې سلګونه سرتيري وايي د دې خطرناكې دندې په بدل كې دوى تراوسه هم د شپږو مياشتو معاش نه دى اخيستى او خبردارى وركوي چې كه يې حق ورنه كړل شي د نورو ملګرو په شان به خپله دنده پريږدي.

دا سرتيري د ټپيانو او عادي ناروغيو د درملنې مركز هم لري؛ خو معالجوي ډاكټر يې د امكاناتو له كموالي شكايت كوي.

په غزني كې د عامه ساتنې قومانداني هم دا ستونزه تاييدوي؛ خو ټينګار كوي چې د كورنيو چارو وزارت به ډير ژر دا ستونزه حل كړي.

په غزني كې يو شمير كارپوهان په دې اند دي چې په تېرو ديارلسو كلونو كې د دولتي كارمندانو د امتيازانو ترمنځ ډېر توپير موجود و؛ خو له اوسني حكومت غواړي چې دا ستونزې حل كړي.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …