افغان حکومت د وسله والو طالبانو هغه گواښ بې ارزښته بللى، چې وايي خپلو وسله والو ته يې د راتلونکيو ټاکنو د گډوډولو لارښوونه کړې.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
د ټاکنو د امنيت ټينگولو لپاره پوره تياري شوې او څه د پاسه څلور سوه زره امنيتي سرتېري پر دندو گومارل شوي دي.
د طالبانو د يوه وياند له لوري په را استول شوې وينا پاڼه کې افغانانو ته خبردارى ورکړ شوى، چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.
طالبانو وړاندې هم د ټاکنو د گډوډولو گواښونه کړي؛ خو دا ځل د رايو د مرکزونو په نښه کول په کې نوې خبره ده.
ښاغلى صديقي زياتوي، دا د طالبانو د تبليغاتي جگړې يوه برخه ده او خلک نور له دغه راز اعلاميو نه ډارېږي.
د طالبانو دا غبرگون په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو ته څه د پاسه درې اوونۍ پاتې دي.
د يادونې وړ ده، چې امنيت د کيدونکيو ټاکنو په وړاندې تر ټولو ستره ننگونه گڼل کېږي.