د طالبانو ناراضه قوماندانان له ملامنصور سره یو ځای کیږي-ملا روف

(Last Updated On: February 06, 2016 10:37 am)

vlcsnap-2016-02-06-10h31m43s24د اسوشیتید پریس خبرې آژانس د ملا روف له قوله ویلي، چې د طالبانو ناراضه قوماندانان یو د بل پسې له ملامنصور سره یو ځای کیږي.

ملا روف، چې ملا رسول ته نږدې قوماندان دی ویلي؛ د طالبانو هغه مشران، چې د ملاعمر په ځای د ملا منصور د ټاکلو په اړه یې اعتراض کاوه اوس زړه نازړه یو د بل پسې له هغه سره یوځای کیږي.

ملا روف زیاته کړې؛ مونږ لومړی د ملا اختر محمد منصور خلاف دریځ ونیوه، خو اوس یو د بل پسې له هغه سره یو ځای کیږو.

د ملا محمد عمر د مړینې له خبر خپریدو وروسته، د طالبانو ترمنځ د هغه د ځایناستې پر سر اختلافات پيدا شول.

د طالبانو یو شمېر مشرانو وویل، چې ملامنصور د یو شمېر طالبانو لخوا د ملا محمد عمر پر ځای ټاکل شوی و او دوی یې قصداً تېر ایستلي وه.

د طالبانو ترمنځ اختلافات د دې سبب شول، چې د پاکستان په منځگړیتوب د سولې خبرې ناکامه شي او د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ جگړه وشي.

د ملا محمد عمر ورور او د هغه زوی یعقوب هم لهملا محمد منصور سره یو ځای شوي دي.

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …