عاجل خبرونه

د طالبانو د پناهځایونو د له منځه وړلو ستراتیژي دې جوړه شي

(Last Updated On: December 8, 2016)

vlcsnap-2016-12-08-14h11m35s109

د امریکا د پوځ یو پخوانی چارواکی وايي؛  د طالبانو پناهځایونه په پاکستان کې دي او د پاکستان پوځ هغو ته استخباراتي معلومات، روزنه او لوژیستیکي مرستې برابروي.

متقاعد جنرال جان کین،  چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد د جګړې د ګټلو لپاره پکارده، چې د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې پناهځایونه له منځه یووړل شي.

جنرال جان کین وایي، په افغانستان کې له پېنځلس کلنې جګړې وروسته بریا ناشونې ده. امنیتي وضعیت د ترینګلتیا او دغه راز افغان دولت د کمزورتیا په حال کې دی.  

نوموړی پخوا د پوځ مرستیال رييس او د جنګي مطالعاتو د انستیتیوت رييس و .

هغه وویل، د پاکستان پوځ افغان طالبانو ته د استخباراتي معلوماتو، روزنې او لوژیستیک په برخو کې مرسته ورکوي.

ده د سې شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خدماتو کمیتې ته د نړیوالو ګواښونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل؛ لازمه ده یوه داسې نوې ستراتیژي خپله شي، چې په پاکستان کې پناهځایونه له منځه یووړل شي.

متقاعد جنرال جان کین همداراز وویل؛ هیڅ یاغي او چریکي ډله تر هغې ماته شوې نه ده،  چې د جګړې له سیمې د باندې یا له هېواده د باندې یې پناهځایونه له منځه وړل شوي نه وي.

د هغه په وینا؛ په افغانستان کې له دوه همهاله بغاوتونو سره د مبارزې لپاره د امریکایي ځمکنیو ځواکونو شمېر ډېر لږ دی او د اوباما سیاست د جګړې د ګټلو نه دی، بلکې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پای ته رسول دي. د امریکا نوی دولت باید یوه سیاسي او امنیتي ارزونه وکړي. دې حقیقت  ته په کتو، چې ممکن پېنځلس کاله جګړییزې هڅې بې ځایه  تللي دي. څه، چې اړتیا ده یوه نوې تګلاره ده په پاکستان کې د پټنځایونو  د له منځه وړلو ژمنه او د افغان ځواکونو پیاوړتیا، چې اړتیا لري په کې استخباراتي ملاتړ، تهاجمې چورلکې، جنګي الوتکې، په لاس له جوړو شویو لاسي بمونو سره د مبارزې وسایل، لوژیستیک او د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو ډېروالی بنسټیزه اړتیا ده. د امریکا او افغانستان له ارادې پرته په دې جګړه کې بریا هیڅکله نه شي تر لاسه کیدلی.

 دا جنرال یواځینی کس نه دی، چې د افغنستان په وړاندې د امریکا پر سیاست نیوکه کوي، د سنا د پوځي کمیتې رییس او جګپوړی سناتور له  نوي دولت غواړي، چې د افغانستان په وړاندې نوې پوځي تګلاره جوړه کړي.

د امریکا د  سنا د پوځي کمیتې رییس جان مک کین وایي، راتلونکی ولسمشر به پرېکړه کوي، چې څرنګه د افغانستان په جګړه کې زمونږ بریالیتوب تضمین کړي، مونږ به په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته هغه څه برابر کړو، چې پر مټ یې  بریالیتوب تر لاسه شي  او سرتېري باید وضعیت ته په کتو سره وساتو.

د امریکا  د پوځي کمیتې جګپوړی سناتور جک رید وایي، زه هیله من یم، چې راتلونکی دولت به شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د سرتېرو د ساتلو لپاره نوې تګلاره په پام کې ونیسي.

ده د افغانستان په وړاندې د اوباما پر پالیسۍ هم نیوکه وکړه او  ویې ویل، چې د اوباما پالیسي دا نه وه، چې جګړه وګټي، بلکې د ده پالیسي داوه، چې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا پای ته ورسوي.

ده همداراز وویل، د امریکا نوی حکومت باید سیاسي او امنیتي ارزونه وکړي او د افغانستان د پېنځلس کلن جنګ د نه ګټل کیدوعوامل وڅېړي. 

About Ariana News

Check Also

د اوبو شبکو جوړولو د ۳۱ پروژو تړونونه لاسلیک شول

(Last Updated On: April 16, 2019)د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د هېواد اوبه …