عاجل خبرونه

د طالبانو د خبرو نه کولو دریځ افغانانو ته کړکیچ زیږونکی دی

(Last Updated On: اپریل 2, 2016)

vlcsnap-2016-04-02-09h31m53s169

د اصلاحاتو او ښه حکومت په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وایي، چې د طالبانو لخوا د افغان حکومت  د سولې د خبرو د وړاندیز ردول او د دغې ډلې لخوا خونړیو بریدونو ته تیاری د افغانانو له پاره جدي ګواښ دی.

نوموړي په بشپړ ټینګار وویل؛ ښایی امریکا او چین هم داسې فکر نه کاوه، چې طالبان دې د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړي.

هغه،  د طالبانو دغه دریځ د افغانانو له پاره کړکیچ زیږونکی وګاڼه.

د اصلاحاتو او ښه حکومت په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وایی، د اداري فساد ګواښونه افغانستان ته له ترهګرۍ جدي دي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوود زی د سولې د تامین له پاره له پاکستان د مرستې غوښتنه بې معنا هڅه بولي او ټینګار کوي، چې پاکستان خپل اهداف لري او کابل نه شي کولی دغه اهداف ومني.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوود زی وایي، د پاکستان له لارې سولې ته رسیدل ناشونې دي.

د ملي دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي وایي، طالبان نه شي کولی له پوځي لارې خپلو موخو ته ورسیږي.

د چاروکو په وینا؛ له مفسدو کسانو د دولتي چارواکو ملاتړ هم د دې سبب شوی، چې په قضایی او عدلي بنسټونو کې د فساد دوسیې همداسې تړلې پاتې شي او عدلي او قضایی ادارې یې د پرانیستو همت ونه کړی شي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …