د صحرا جام سیالیو په لړ کې افغانستان نامیبیا ته په ۶۴ منډو ماته ورکړه

(Last Updated On: جنوري 20, 2017)

vlcsnap-2017-01-20-10h59m10s189

افغانستان له نامیبیا سره د کرکت لوبې پچه وګټله او ۱۶۷ منډې یې جوړې کړې.

د نامیبیا توپ وهنې پر مهال د ملي لوبډلې توپ اچوونکیو د سیالې لوبډلې توپ وهونکو ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ او د لوبې د پیل په شېبو کې يي د سیالې لوبډلې پېنځه مهم لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

نمیبیا لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې او په دې لوبه کې يي په ۶۴ منډو ماته وخوړه.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکیو غوره توپ اچونه وکړه.

ملي کرکت لوبډلې د صحرا جام په دوه تېرو لوبو کې له عربي اماراتو او آیرلند څخه لوبې ګټلي دي.

About Ariana News

Check Also

شاپورځدراڼ په ملي لوبډله کې د لوبیدو اجازه تر لاسه کړه

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) د افغانستان کرکت بورد ديسیپلين کمیتې د پرېکړې له …