د شهيدانو د اوونۍ په مراسمو كې جهادي رهبرانو او كوماندانانو گډون كړى

(Last Updated On: سپتمبر 10, 2011)

د افغان ولسمشر حامد كرزي لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  د شهيدانو د اوونۍ په اړه په جوړو شويو مراسمو كې وويل، چې:

كه په اوسنيو شرايطو كې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه ووځي؛ نو يو ځل بيا به په افغانستان كې كورنۍ جگړې پيل شي.

هغه د دولتي ادارو ترمنځ اختلافات د روانو كړكېچونو زېږنده وبلل او زياته يې كړه، چې:

افغانان بايد سره يو شي.

په دغو مراسمو كې د ملي دفاع وزير د هغو گواښونو يادونه هم وكړه، چې له بهر  افغانستان ته متوجه دي.

د وږي اتلسمه د شهيد احمد شاه مسعود د وژنې له لسم تلين سره برابره منل شوې، چې له څو كلونو راهيسې دغه ورځ د افغانستان د دولت او ځينو بنسټونو لخوا نمانځل كيږي.

دا ځل هم دغه ورځ د لوړ پوړيو دولتي قوماندانانو او جهادي رهبرانو په گډون ونمانځل شوه.

مارشال محمد قسيم فهيم په دغو مراسمو كې له سياسي ډگر څخه د مجاهدينو پرگوښه كولو نيوكه وكړه.

د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم اوسني شرايط ډېرحساس وبلل او زياته يې كړه، چې:

سليقوي كړنې او د دولتي ادارو ترمنځ اختلافات د كړكېچونو لامل دى.

د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم

كليپ:

په دغو مراسمو كې ملي دفاع  وزير جنرال عبدالرحيم وردگ،  د سولې د عالي شورى رييس برهان الدن رباني، د ولسي جرگې غړي محمد محقق او د ولسي جرگې غړي عبدالرب رسول سياف د جهادي شخصيت احمد شاه مسعود د اتلوليو او سرښندنو يادونه وكړه.

دوى ويلي، چې:

په افغانستان كې د تپل شوي جنگ د دوام لپاره له بهره او په كور كې د ننه هڅې روانې دي.

د شهيد احمد شاه مسعود د بنياد رييس احمد ولي مسعود له حكومت څخه غواړي، چې د يوه ځانگړي كميسيون په جوړولو سره دې د احمد شاه مسعود او نورو جهادي څېرو د ترورعاملان و پېژني او د قانون پنجو ته دې وسپارل شي.

احمد شاه مسعود د نيويارك د آسمان څكو برجونو له نړيدو دوه ورځې وړاندې ووژل شو، خو اوس هم د سپتمبر د يوولسمې او د هغه د وژنې د پېښو ترمنځ د تړاو په باب پوښتنې موجودې دي.

كه څه هم، چې په لومړي سر كې د احمد شاه مسعود د وژنې مسوولين طالبان وبلل شول، خو طالبان د هغه د وژنې مسووليت نه دى منلى

About ATN NEWS

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.