عاجل خبرونه

د شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسمياً کار پیلوي

(Last Updated On: November 25, 2016 3:49 pm)

vlcsnap-2016-11-25-15h45m00s23

راروانه شنبه(د لیندۍ ۶) د هغه ماموریت د پیل ورځ ده، چې د خلکو باور او د افغانستان سیاسي برخلیک ور سره تړلی دی.

د شنبې په ورځ به د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازه نوي کمیشنران پرانیزي او ستر مسوولیت ته به اوږه وروړاندې کړي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نېټې معلومول، د نویو کمیشنرانو اصلي دنده ده، خو له دې مخکې به خپلمنځۍ ټاکنې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر گلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، سبا ته مونږ رسماً خپل کار پیلوو او وبه پېژندل شو؛ وروسته ټاکنو ته ځو، چې رییس، عملیاتي او مالي مرستیالان او د کمیسیون منشي وټاکو.

د ټاکنو عملیاتي او تخنیکي بهیر باید نوي کمیشنران پیل کړي او د ټاکنو د  تر سره کیدو د نېټې معلومول د دوی نور مسوولیتونه دي او دغه راز د پخوانیو کمیشنرانو د کارونو بشپړول د دوی بل ماموریت دی.

ښاغلی صیاد زیاتوي، مونږ هڅه کوو، چې ډېر ژر د ټاکنو د ترسره کولو نېټه د ملي وحدت حکومت او نویو کمیشنرانو ته روښانه کړو.

مخکې له دې د ټاکنو عملیاتي بهیر او ډېر واک د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا ته سپارل شوی و؛ خو اوس واک او ماموریت د ټولو کمیشنرانو تر منځ  برابر وېشل شوی دی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس  یوسف رشید وایي، اوس باید ټول کمیشنران ځواب ورکوونکي وي؛ د تېر په څیر دې یوازې لاسلیک کولو ته نه په تمه کیږي. دوی باید بنسټیز کارونه  وکړي او ثابت مدیریت خپل کړي او د تېر مهال په څیر ونه ویل شي، چې څوک سلامت او څوک ملامت دی !         

تمه ده، چې نوي کمیشنران د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر جوړښت له سره کتنه وکړي؛ د  راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د تاکنو مهالوېش د دوی بل مسوولیت دی. د رایه ورکوونکیو نوملړ، د ټاکنیزو حوزو معلومول او د نړیوالې ټولنې د تخنیکي او مالي مرستو جذب د دوی نور مهم کارونه دي، چې باید  تر سره شي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …