عاجل خبرونه

د شاه شهید په پېښه کې له پنځه ویشت میلیون ډالرو زیات زیان اوښتی

(Last Updated On: August 08, 2015 7:31 pm)

vlcsnap-2015-08-08-19h29m28s3

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایی، د شاه شهید سیمې وروستي برید خلکو ته له پنځه ویشت میلیون ډالر زیات زیان اړولی دی.

دغه خونه دولت په نه پاملرنې تورنوي او ټینګار کوي چې هغه کسان باید محاکمې ته را وکاږل شي چې په خپلو دندو کې بې تفاوته دي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزی له حکومت غواړي چې له زیانمنو شویو سره مرستې وکړي.

vlcsnap-2015-08-08-19h20m59s33

دولت هم ناغیړی کړې. موږ له امنیت شورا څخه غوښتنه کوو چې هغه کسان په سزا ورسوي او محاکمې ته یې کش کړي چې خپلو دندو کې بې غوري کوي. که دغه راز پیښې دوام وکړي، زمونږ په اقتصاد به بد اغېز وکړي.

ښاغلی الکوزی وایي، د شاه شهېد په سیمه کې اته سرایونه او دوه سوه دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ او څوارلس سرایونه چې سلګونه دوکانونه په کې شته، زیانمن شوي دي.

هغه وایي، که په اقتصادي تاسیساتو داسې بریدونه دوام وکړي، په هېواد کې به پانګونه زیانمنه کړي.

مسولین له دولت غواړي چې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …