عاجل خبرونه

د سید اسحاق ګیلاني دوسیه اوس هم په لویه څارنوالۍ کې ده

(Last Updated On: مې 21, 2018)

دوه میاشتې مخکې د سید اسحاق ګیلاني دوسیه لویې څارنوالۍ ته استول شوې؛ خو مسوولینو یې ویلي، چې د نوموړي د دوسیې د بشپړولو لپاره د لاسوندونو پر راټولو بوخت دي.

په اسلام آباد کې د ملي یوالي د نهضت رهبر سید اسحاق ګیلاني ویلي وه، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف استعمالوي. دغه خبره د دې لامل شوه، چې د افغانستان لویه څارنوالي یې د څېړنو لپاره وغواړي او دوسیه ورته جوړه کړي.

د ښاغلي ګیلاني له دوسیې دوې میاشتې تېریږي؛ خو اوس هم دوسیه په لویه څارنوالۍ کې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په بشپړ ټینګار ویلي: د نوموړي دوسیه، چې همدا اوس په لویه څارنوالي کې تر کار لاندې ده او همکاران به مو موضوع په بې پرې توګه د هېوادنیو قوانینو له مخې وڅېړي. کله، چې څېړنې بشپړې شوې؛ پایلې به یې رسنیو ته هم په ډاګه شي.

د حقوقي چارو پوهان وايي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې سیاسي او سلیقوي چلند روان دی؛ نو، ځکه د دوی په باور دا ډول مهمې دوسیې له څېړنو پاتې کیږي.

حقوقپوه عین الدین بهادري وایي، چې: په عدلي او قضایي بنسټونو کې لیدل شوي، چې د سیاسي لاسوهنو او د افرادو د اغېزې له مخې تل یو شمېر دوسیې له څېړلو پاتې شوې دي.   

سید اسحاق ګیلاني لویې څارنوالۍ ته د جلب پر وخت ویلي وه، چې هیڅوک د ده د محاکمې واک و ځواک نلري؛ خو د افغانستان اساسي قانون هغه کسان د عدلي تعقیب او محاکمې وړ ګڼلي، چې ملي ګټې په خطر کې واچوي.

د کابل بانک د فساد، له ایشچي سره د ولسمشر د لومړي مرستیال د جنسي تاوتریخوالي، د هوشمند ښارګوټي د فساد، د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهیمي د څلور پنځوس میلیون افغانیو اختلاس نورې هغه دوسیې دي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی څرګند شوی.

خبریال: شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …