د سولې په خبرو کې به د امریکا ونډه د افغان حکومت د غوښتنو پربنسټ وې

(Last Updated On: جولای 24, 2015)

feldmaen

له طالبانو سره به د سولې په راتلونکیو خبرو اترو کې د امریکا ونډه د افغان حکومت د غوښتنو پربنسټ وې. دغه مطلب د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانگړي استازي دانیل فیلدمن له رسنیو سره په مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده ، چې امریکا له هغو خبرو اترو ملاتړ کوي ، چې مشري یې د افغانانو او افغان حکومت په لاس کې وي.

نوموړي همدا راز د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان له ونډې مننه کړې ، چې څه موده وړاندې یې د افغان حکومت او طالبانو د استازیو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړې وه. په دغو خبرو اترو کې د افغان حکومت او طالبانو استازیو خبرې وکړې.

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …