عاجل خبرونه

د سولې بهیر په اړه پېنځمه غونډه د روانې مياشتې په وروستیو کې جوړیږي-پاکستان

(Last Updated On: مې 13, 2016)

vlcsnap-2016-05-13-11h38m32s54

پاکستان وايي، په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه د څلورهېوادونو پېنځمه غونډه د روانې مياشتې په وروستیو کې جوړیږي.

دا خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په مازيګر په اسلام آباد کې خپلې  اوونیزې خبري غونډې ته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره؛ که څه هم د دغې غونډې نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې، خو زیاتوي: کیدای شي د همدې روانې مې مياشتې په وروستیو کې  وشي.

نفیس زکریا زیاته کړې، خبرو ته د طالبانو راوستل آسانه چاره نه ده.

هغه زیاتوي، له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو راوستل د څلور واړو هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند وايي؛ طالبان د خبرو له لارې هغه څه ترلاسه کولی شي، چې له بلې لارې یا د جګړې له لارې يې هېڅکله هم نه شي ترلاسه کولی.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې له پاره د سولې دا بهير د روان عیسوي کال په لومړۍ میاشت کې پیل شوی، چې تراوسه يې څلور غونډې په کابل او اسلام آباد کې جوړې شوې دي.

About Ariana News

Check Also

د هېواد نومیالی هنرمند او ممثل حنیف هنګام خاورو ته وسپارل شو

(Last Updated On: دسمبر 16, 2018) د افغانستان مشهور هنرمند او ممثل حنیف همګام د …