د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر غړي د چین هېواد ته تللي

(Last Updated On: سپتمبر 30, 2016)

vlcsnap-2016-09-30-16h05m47s253

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وا يي، چین ته مو د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ  د سوداګرۍ  پرا ختیا ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي؛ د هېواد نږدې  پنځوس تنو سوداګرو د چین  په بلنه  هغه هېواد ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د سوداګرۍ  راکړه  ورکړه  نوره هم  پراختیا ومومي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی  زیاتوي،  د چین پانګوال هم  په  افغانستان کې  د پانګونې لپاره لیوال دي.

د اقتصادي چارو کارپو هان وايي،  چې له چین سره د سوداګرۍ په پرا ختیا کي باید له بشپړې پاملرنې کار وا خیستل شي.

دوي وايي؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت باید د بې  مورده  سوداګرۍ مخه ونیسي، چې د کورنیو تولیداتو د بازار مخنیوی ونه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وایي، مونږه له چین  سره د اورګاډي پټلۍ له راغزولو ډېر خوښ یو؛ خو پر اندېښنو یې تر اوسه  فکر نه دی شوی. د سوداګرۍ وزارت باید  ډېره پاملرنه وکړي. که پام  ونشي؛ ښايي تو لید مو یو مخ له منځه ولاړ شي. زه ورته  ډېر اندېښمن یم.

  د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم  چین ته د افغان  سوداګرو سفرمني  او د کورنیو تو لیداتو د ودې په وړاندې اندېښنه څرګندوي؛ خو زیاتوي، چې د کورنیو تو لیداتو د ملاتړ لپا ره نوي  پروګرامو نه هم  شته دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محمد قربان حقجو په ډاګه کړې، چې د کورنیو تو لیداتو لپاره  مونږ اند ېښمن یو؛ خو  مونږه  ډېره  هڅه کوو، چې د ریل پټلۍ له لارې چین ته د قیمتی او نیمه قیمتي ډ برو لیږدول ډېر کړو، چې پر کانونو مو پانګونه وشي.

اقتصادي شنونکي څرګنده کړې، چې د ګاونډ هېوادونو په سوداګریزو اړیکو کې باید کورني تولیدات زیان ونه ویني او د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت غواړي، چې په دې اړه د پام وړ ګامونه پورته کړي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …