د سوداګرۍ او صنایعو خونه: سږکال به بهر ته ډېره وچه مېوه صادره شي

(Last Updated On: June 4, 2016)

vlcsnap-2016-06-04-17h55m30s115 د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې سږ کال به بهر ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو ستره برخه صادره شي.

دغه خونه د چابهار بندر فعالېدل او له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پیل په دې برخه کې دوه مهم اقدامات بولي، خو اقتصادي کارپوهان وایي، د مېوو د صادراتو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه راځي چې دا د اندېښنې وړ ده.

افغانستان کې هر کال په زیاته اندازه مېوې توليدېږي چې د موسم پر مهال یې حتی له شلغمو هم بیه ټیټه وي او دې چارې کروندګر او بڼ وال سخت تاواني کړي دي خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه سږ کال د دغه وضعیت د بدلون له پاره هیله منه ده.

دغه خونه چابهاربندر او له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پیل دوه مهم ګامونه بولي چې په وینا به یې صادراتي بیلانس بدل کړی، خو د تازه مېوو د ساتنې له پاره سړخونې مهمې بولي او پر نه شتون یې اندېښنه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي: “حکومت ویلي چې اته سړخونې به جوړې شي چې درې يې په کابل او پنځه نورې به يې په ولایتونو کې وي، خو مونږ غواړو چې دا خبره په کاغذ کې پاتې نه شي او په عمل کې پلې شي.”

د هوا له لارې نورو هېوادونو ته د مېوو صادرات د حکومت بل غوراوی دی.

‎د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي: “د دې له پاره چې ستونزې جوړې نه شي غواړو د هوا له لارې هم صادرات ولرو.”

خو اقتصادي کارپوهان بیا په لنډ وخت کې په اوسني وضعیت کې پام وړ بدلون له امکانه لرې بولي.

د پوهنتون استاد سیدمسعود وايي: “څه چې په دې نورو کلونو کې شوي، سږکال به هم وشي او د مېوو د خرابېدو وضعيت به بیا تکرار شي.”

افغانستان دا مهال د سیمې او نړۍ شاوخوا پنځوسو هېوادونو ته وچې او تازه مېوې صادروي، خو نیوکه دا ده چې د تازه او وچو مېوو د صادراتو بهیر ګړندی نه وي او بهر ته په هغې اندازه مېوې بهر لار نه مومي، په کومه کچه چې د خلکو او بڼوالو هیله ده.

خبرياله: نبیله حفیظي

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …