عاجل خبرونه

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت: له وس سره سم د کورنيو تولیداتو ملاتړ کوو

(Last Updated On: اګست 31, 2015)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایی دوی هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې کورني او بهرنی پانګوال د پانګونې له پاره وهڅوي.

په داسې حال کي چې یو شمېر صنعتکاران چې په بېلابېلو برخو کې په تولیداتو بوخت دي، وایی چې که دولت يې ستونزې اوارې نه کړي نو د فابریکو ماشینونه به د زړې اوسپنې په بيه په بازار کې لیلام کړي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې د دغه وزارت رهبري د کورنیو تولیداتو د ملاتړ له پاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د صنعت کارانو له کارخانو څخه لیدنه کوي او هغه ستونزې به یې اوارې کړي کومې چې د دولت په وس کې وي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافرقوقندی وايي: «حکومت تر خپل وس پورې د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته دوام ورکوي خو د پور ورکولو توان نه لري، تر کومه چې مو په وس پوره وي د کورنيو توليداتو ملاتړ کوو.»

په دې فابریکه کې نږدې۱۵۰۰مېرمنو کار کاوه چې اوس یې مالکان نه شي تمویلولای او ټولې کارکوونکې یې رخصت کړې دي. دوی زیاتوي چې هر کال یې د غالیو له پاره ۶۰ ټنه تار تولیدول خو اوس یی تولید په ټپه ولاړ دی او څوک یی پوښتنه هم نه کوي.

د فابریکې مسول سید خلیل وايي: «له دې پرته بله چاره نشته چې فابریکه مې وتړم او دغه لوی ماشینونه په بازار کې وپلورم، هېڅوک د صنعت په کیسه نه دي ټول د خپلو جېبونو په غم کې دي»

افغان صنعتکاران وایی ترهغو چې تولیداتو ته یې مارکېټ پیدا نه شی، په خامو توکو د تعرفو د لوړوالي ستونزه اواره نه شي، ښایی د یو شمېر نورو فابریکو دروازې هم وتړل شي.

خبريال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …