عاجل خبرونه

د سلما بند د رغونې چارې دوه میاشتې وروسته پای ته رسیږي – مسعود

(Last Updated On: April 18, 2015 5:46 pm)

vlcsnap-2015-04-18-17h40m11s71

د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیأ مسعود وایي چې د سلما بند د جوړېدو کار څه باندې نوي سلنه پر مخ تللی دی.

دی وایی، د دغه بند د جوړېدو کار به دوه میاشتې وروسته پای ته ورسیږي او راتلونکي کال کې به د استفادې وړ وي.

vlcsnap-2015-04-18-17h41m03s99

د سلما بند بند د جوړېدو کار د داوود خان په دوره کې پیل شو، پنځه ویشت سلنه یې کار پر مخ تللی و چې کورنۍ جګړې پیل شوې او دغه بهیر یې په ټپه ودراوه. خو د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته د دغه بند د جوړولو کار بیا پیل شو او هند له نوي افغان حکومت سره په ګډه هڅې وکړې څو دغه بند جوړ کړي.

د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازیاحمد ضیا مسعودوایي چې ژر به د هرات خلک له دغه بند ګټه واخلي:

“د دي بند یوازېپنځه سلنه کار پاته دی، دوه میاشتې وروسته یې آبګیري پیلیږي، او تر راتلونکي کاله دا سیمه ټوله له اوبو ډکيږي او په دوهم کال به دا بند ګټې اخستنې ته چمتو شي.

vlcsnap-2015-04-18-17h40m29s10

مخکې له دې ایران تورنېده چې د دغه بند د جوړولو کار له خنډ او ځنډ سره مخامخوي؛ خو د دغه بند د جوړولو مسول انان پرساد یې د امنیت په تړاو وایي؛ کوم ځای کې چې دوی کارکوي، امنیت ښه دی؛ خو بند ته ورتلونکې لارې له امنیتي پلوه ډاډمنې نه دي.

vlcsnap-2015-04-18-17h40m40s126

په همدې وخت د دوه سوه اووم ظفر قول اردو قومندان تاج محمد جاهد هم د دې بند د امنیت په اړه ډاډ ورکوي:

د دې بند د جوړونې په برخه کې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نشته او په راتلونکي کې به هم هیڅ ډول امنیتي ننګونه د دې بند د تکمېل او ګټې اخستنې په وړاندې خنډ نه شي.      

که دغه بند ګټې اخیستو ته وسپارل شي، کولای شي له پنځه زره هکتاره زیاته ځمکه خړوبه کړي او همدا راز د دوه څلویښت میګاواټه برښنا د تولید توان لري.

خبریال: احمد فرشاد صالح

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …