د سارک غړیو هېوادونو صنعتي پارک ته د ځمکې غو ښتنه کړې

(Last Updated On: December 16, 2016)

vlcsnap-2016-12-16-15h40m26s198

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي،د سارک غړیو هېوادونو له افغان دولت څخه د یو صنعتي پارک د جوړښت او ځمکي غو ښتنه کړې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي؛هڅي پیل شوي،چې د سارک سازمان غړي هېوادونه د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره په افغانستان کې پانګو نېته وهڅوو.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین زیاتوي،که څه هم د افغان دولت بېلابېلو ادارو ورته د سارک هېوادونو د صنعتي  پارک د جوړیدو لپاره د ځمکي  ژمنه کړي؛خو اوس هم دا لړي سسته روانه ده .

د سوداګرۍ خوني تجارتی مرستیال او د سارک غړی یو نس مومند وایي؛ زه ډېره هڅه کوم، چي د سارک غړي هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته تیار کړم.

داقتصادي چارو کارپوهان وايي،چې د سارک له غړیو سره مو اقتصادي اړیکي ډېرې مهمې دي.

داقتصادي چارو کارپوهتاج محمد تلاش په ډاګه کړې، چېافغان دولت باید دسارک سازمان دګډې سوداګریزې خوني غوښتنېپه نظر کې ونیسي؛ځکه،چې له دغوهېوادونو سره مو اړیکي ډېرې ډاډمنې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی تلاشزیاتوي،چې که په افغانستان کې د سارک سازمان د غړیو هېوادونو صنعتي پارک جوړشي له اقتصادي پلوه به مو هېواد وده وکړي او په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

نږدېدوه کاله کیږي،چې افغانستان د سارک سازماند ګډي سوداګرۍ خونېغړیتوب ترلاسه کړی.

خبریال: اسلم حجاب 

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …