د زابل په شاجوی ولسوالى کې شل ښوونځى تړل شوي

(Last Updated On: April 15, 2016)

zabul wali afghanmal

د زابل ولایت چارواکي وايي، چې طالبانو په هغو سيمو کې ښوونځي تړلي، چي دولتي حاکميت یې کمزورى دى.

د زابل د شاه جوي ولسوالۍ د سيمه یيزو پوليسو قومندان وایي، له تېرو درې ورځو راهیسي د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې، چې د دولت د وسلوالو مخالفینو تر واک لاندې دي شاوخوا شل ښوونځي د طالبانو له خوا تړل شوي دي.

د زابل د شاه جوي ولسوالۍ د سيمه یيزو پوليسو قومندان ګل آغا په  ډاګه  کړې، چې په دي وروستيو کي د ښوونځيو له پاره داستادانو او مديرانو ټولي ګمارنى وسلوال طالبان کوي او دولت ته اجازه نه ورکوي، چي خپل کسان هغي سيمي ته وليږي.

د ده په خبره؛ د وسلوالو طالبانو يوځايي قومندان ياد ښوونځي له دي کبله تړلي، چي له دولت څخه پر ښوونځيو خپل واک ترلاسه کړي او د دې ولسوالۍ د پوهنئې مدير د طالبانو په خوښه وټاکل شي.

د زابل والي بسم الله افغانمل هم په دې ولسوالۍ کي د ښوونځيو تړل کيدل مني؛ خو وايي، چي د خلاصون له پاره يې د قومي مشرانو په مرسته له طالبانو سره خبري پيل کړي، چي ياد ښوونځي پرانيزي .

د شاه جوي ولسوالۍ مشران په داسي حال کې د شل ښوونځیو د بندیدو خبر ورکوي، چې د زابل په نورو ولسوالیو کې له یو سل و پنځوس ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

خبریال: بريالي رحيمي 

About Ariana News

Avatar

Check Also

اوربند، لنډمهاله اداره او د طالبانو په حضور کې ټاکنې غواړو- محقق

(Last Updated On: June 24, 2019)د پاکستان په ناسته کې له ګډون وروسته ځینې سیاسیون …