د روڼتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د اداري فساد په اړه نوی راپور وړاندې کوي

(Last Updated On: نوومبر 19, 2016)

vlcsnap-2016-11-19-11h17m23s208

ټاکل شوې ده،چې د روڼتیا نړیوال سازمان د راتلونکېسې شنبې په ورځ په افغانستان کې د اداري فساد په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

د دې سازمان د افغانستان د څانګې مطبوعاتي مسوول وحید الله عزیزي وایي،په دې راپور کې د فساد پر ضد د افغان حکومت د مبارزې څرنګوالی او دا،چې تر اوسه دا مبارزه څومره اغېزمنه ده؛ معلومات شامل دي.

ښاغلی عزیزي وایي،د روڼتیانړیوال سازمان افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د فساد پر ضد د اغېزمنې مبارزې لپاره یو لړ سپارښتنې هم لري.

د روڼتیانړیوال سازمان ټنیګار کوي،چې د راتلونکیو څلور کلونو لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د پېنځلس اعشاریه دوه میلیارد دالرو مرسته باید پر ځای ولګول شياو د فساد ښکار نشي. 

About Ariana News

Check Also

د بایو متریک سیستم مدیریت د کمیسیون دنده ده- حفیظ الله هاشمي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د بایومتریک سیستم …