عاجل خبرونه

د روزګان ولایت امنیه قومندان او د امنیت آمر له دندو ګوښه او کابل ته غوښتل شوي

(Last Updated On: September 24, 2016)

vlcsnap-2016-09-24-08h38m29s153د روزګان ولایت چارواکي وایي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان ویس صمیمي او د امنیت آمر عبدالقوي له دندو ګوښه او کابل ته غوښتل شوي دي.

د روزګان والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، سیدآقا ثاقب د روزګان د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي ثاقب له دې مخکې د کندهار او هرات د امنيه قومندان په توګه دنده تر سره کړې.

د روزګان امنیه قومندان په توګه له ګومارل کیدو مخکې ښاغلي ثاقب د پلازمېنې کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.

د روزګان ګوښه شوی امنیه قومندان ویس صمیمي وایي، د ده په اړه د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې او دی یې مني.

نوموړی په روزګان کي خپل شپږ میاشتنی ماموریت بریالی او له لاسته راوړونو ډک بولي؛ خو دا یې هم په ډاګه کړه، چې یو شمېر ځايي چارواکي په لوی لاس ناامنیو ته لمن وهي.

د روزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادمزي بیا وایي، چې ویس صمیمي د ناسم مدیریت له کبله کابل ته غوښتل شوی او پر نوموړي یې تور پورې کړ، چې د روزګان د اوسني وضعیت مسوول هم همدغه امنیه قومندان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روزګان ولایت د مرکز تر څیرمه له مخالفینو سره د افغان ځواکونو د نښتو راپورونه هم ورکړ شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …