عاجل خبرونه

د روزګان مرکز ترينکوټ ته نږدې شپږ ولسوالى طالبانو کلا بندې کړي

(Last Updated On: October 24, 2016 4:04 pm)

vlcsnap-2016-10-24-16h01m14s202

د روزګان د ولايتي شورا  غړي  وايې؛ په دې ولايت کي جګړه ورځ تر بلي نورو سيمو ته غزيږي، چي له کبله يي دمرکز ترينکوټ ښار په ګډون شپږ ولسوالۍ دا مهال کلابندې او له مرکز سره دولسواليو ټولي لاري تړل شوې دي.

د روزګان د ولايتي شورا غړی محمدظاهر نادري وايي،له کابل او ګاونډ ولايتونو څخه راغلي امينيتي ځواکونه په خپلو پوځي اډو کي ميشت دي او تر اوسه يي دطالبانو په وړاندي هيڅ غبرګون ندى ښودلى.

د روزګان والي وياند دوست محمد نایاب وايي، چي دې ولايت ته له کابل څخه ۷۰۰ ملاتړي ځواکونه ترينکوټ ته رارسيدلي او د پراخو عملياتو پلان لري.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي،چي د روزګان د سقوط لپاره يې خپل تشکيلات پراخه کړي او ډېر ژر به دا ولايت تر خپلي ولکې لاندي راولي.

خبریال: بريالي رحيمي

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …