د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر یوه میاشت وغزول شو

(Last Updated On: مې 10, 2018)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ د ولایتونو په مرکزونو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر، چې ټاکل شوې وه د همدې میاشتې پر ۲۵ پای ته رسیدلې وای؛ تر یوې بلې میاشتې وغزول شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي؛ تر اوسه پورې د نوملیکنې لپاره په کم شمېر خلکو نوملیکنه کړې؛ نو، ځکه دا بهیر یوه میاشت نور وغزول شو، چې خلک د رای ورکولو له حقه بې برخې نشي.

 د نوموړي په خبره؛ د ولسوالیو په مرکزونو کې به د نوملیکنې بهیر د همدې میاشتې په ۲۵ پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وروستیو څرګندونو له مخې؛ تر اوسه څه باندې یو نیم میلیون وګړیو د رای ورکولو لپاره نومونه لیکلي، چې له څلور سوه زره زیاتې یې ښځې او له پېنځه دېرش زره ډېر کوچیان او ۱۴۷ هندوان او سکان راځي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد احتمالي کاندیدانو ته هم سپارښتنه کوي، چې: ټاکنیزې مبارزې له وخت مخکې سم کار نه دی او نوماندان باید ترې ډډه وکړي. کنه سرغړوونکی به یې د نوماندۍ له حقه بې برخې شي.

ناامني هم د راتلونکیو ټاکنو د لارې لوی خنډ یادیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وینا؛ د څلور څلوېښت مرکزونو تر څنګ، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ول، په اووه اتیا نورو کې هم هیچا ځانونه نه دي ثبت کړي.

کمیسیون له خلکو او سیاسي بهیرونو غواړي، چې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره ورسره همکاري وکړي.

خبریال: شاه پور فرهمند

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …