عاجل خبرونه

د رایو د پلټنې لړۍ د داکتر عبدالله عبدالله د استازیو له گډون پرته بيا پیل شوه

(Last Updated On: August 3, 2014)

vlcsnap-2014-07-14-18h13m49s31

د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیا شمېرنه، چې تېره ورځ د عبدلله عبدالله د تیم د نه گډون له امله د څلیریشت ساعتونو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا ځنډول شوې وه او ویل شوي ول، چې نن یکشنبه سهار مهال پیل شوه، خو د داکتر عبدالله عبدالله د استازیو او څارونکیو د نه گډون پر لامل بیا ودریده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نن له غرمې وروسته یوې خبري ناستې ته په ډاگه کړه، چې د رایو د پلټنې بهیر له څوساعته ځنډ وروسته یو ځل بیا د داکتر عبدالله عبدالله د څارونکیو په نشتون کې پیل شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور خبریالانو ته وویل، چې دا بهیر نن ماسپښین په دوه بجو ددغه کمیسیون د رایو د پلټنې په گدامونوکې د ملگروملتونو، نړیوالو څارونکیو او د داکتراشرف غني احمدزي د څارونکیو په شتون کې پیل شو.

نورمحمد نور په وینا، دغه بهیر نن په درې گدامونو کې پیل او دوه وخته به کار کوي.

ښاغلي نور وویل، نور به دا بهیر نه ځنډیږي.

نورمحمد نورهیله وښودله، چې د داکترعبدالله عبدالله د تیم څارونکي به هم له دغه بهیر سره یو ځای شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر له پېنځه ځلي ځنډ وروسته د یکشنبې د ماسپښین تر دوه بجو ځندول شوی و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …