د د تېر كال په پرتله په پانګونه كې اووه ویشت په سلو کې زياتوالى راغلى دى

(Last Updated On: September 28, 2013)

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره وايي، پدې هېواد كې پانګونه د تېر كال په پرتله ۲۷ فيصده زياته شوې ده.

په ورته وخت كې په كابل د پسونو د وړۍ (پشم) د معياري پروسس كارخانه هم پرانستل شوه.

په افغانستان كې د پسونو د وړۍ د مينځلو او پروسس كارخانې، چې د يوه افغان سوداګر لخوا جوړه شوې، د شنبې په ورځ ( د تلې ۶ ) د كابل په پغمان ولسوالۍ كې خپل فعاليت پېل كړ.

د پسونو د وړۍ د پروسس د كارخانې مسئول محمد داود ورلكي وايي، پر دې كارخانه يو ميليون او پنځه سوه زره امريكايي ډالر لګښت شوى، چې ۳۰۰ كسانو ته پكې د كار زمينه برابره شوه.

له بلې خوا، په افغانستان كې د پانګونې د ملاتړ ادارې يا ايسا رئیس وفی الله افتخار وايي، د پانګونې د ملاتړ موقتي ترحې په تصويب او اقتصادي لوايحو كې د اسانتياوو په رامنځته كېدو سره په افغانستان كې د د تېر كال په پرتله په پانګونه كې زياتوالى راغلى دى.

د نوموړي په وېنا، كه په هېواد كې د پانګونې بهير همدا شان روان وي، له ۲۰۱۴ كال وروسته به، چې بهرني قوتونه له افغانستان څخه وځي، په اقتصادي ډګر كې به هېڅ ستونزه نه وي.

دا په داسې حال كې ده، چې تېر كال افغان ولسمشر د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارلې وه، چې له كورنيو توليداتو څخه د بهرنيو ملاتړو د جلبولو لپاره كړنلاره جوړه كړي.

وېل كېږي، چې اوس دغه كړنلاره د وړو او سترو سوداګرو لخوا د پلي كېدو وړ ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه

(Last Updated On: October 19, 2019)ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ …