عاجل خبرونه

د داعش مشر ابوبکر البغدادي مړ شوی دی- روسي رسنۍ

(Last Updated On: نوومبر 13, 2014)

1

روسي رسنيو ويلي،داسي خبرونه ترلاسه شوي، چې د داعش مشرابوبکرالبغدادي مړ شوی دی.

د روسیې رادیو له سوریې څخه  د داعش له قول وايي، چې البغدادي وژل شوی دی.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ(د لړم۱۷) امریکايي چارواکو ویلي وه، چې موصل ته نژدې د دوی د الوتکو په بمبارد کې د داعش د مشرانو پر يو كاروان بريد شوى او کیدی شي، چې البغدادي هم په دې کاروان کې و.

د داعش یا اسلامي دولت رسمي خبري اژانس اعتصام په تویترکې په ډاگه کړې، چې ابوبکرالبغدادي وژل شوی دی.

دې سرچينې زیاته کړې، چې دوى به ژر د خلیفه ابوبکر البغدادي د مړینې او د نوي خلیفه د انتخابولو خبر هم خپور کړي.

About Ariana News

Check Also

روسیه د جمعې پر ورځ د یوې نړیوالې ناستې کوربتوب کوي

(Last Updated On: نوومبر 4, 2018) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې …