عاجل خبرونه

د داعش د رامنځته کولو په تور، جان کري د یوې خبریالې له برید سره مخ شو

(Last Updated On: فبروري 6, 2016)

John-Kerryد ایتالیا په روم ښار کې د امریکا بهرنیو چارو وزیرد یوې خبرې ناستې پر مهال د یو خبریالې له سخت غبرگون سره مخ شو او واشنگتن یې د داعش په رامنځته کولو تورن کړ.

جان کريپه روم کې د ایتالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبري ناستې وروسته د داعش په اړه خبرې کولې، چې د خبریالې له برید سره مخ شو؛ خو ساتونکیو یې د برید مخه ونیوله او هغه یې له خبري ناستې وویسته.

خبریالې په ژړغوني غږ چغه کړه، چې تاسې پخپله د داعش جوړونکي یاست.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د داعش په وړاندې د نړیوال ائتلاف په ناسته کې گډون کړی و. وروسته بیا یوې خبري ناستې ته څرگند او د داعش د له منځه وړلو ژمنه یې وکړه؛ خو له دغه برخلیک سره مخ شو.

About Ariana News

Check Also

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ …