عاجل خبرونه

د خوست په علی شېرو ولسوالۍ کې ۳۴ وسلوال مخالفین وژل شوي

(Last Updated On: June 5, 2015)

Breaking Pashto

د خوست په علی شېرو ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته د یوې بې پلوته الوتکې پر برید ۳۴ وسلوال مخالفین ووژل شول.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وایي:

دغو وسلوالو د علی شېرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې په سیمه کې د یو طالب قومندان د جنازې په مراسمو کې گډون درلود، چې برید پرې شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه طالب قومندان تېر ماښام په همدې سیمه کې له سرحدي پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی و.

د سیمې یو قومي مشر رمضان کوچی وایي، چې په برید کې ۱۴ تنه وژل شوی، چې ټول عام وگړي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزار ښار کې د یکشنبې پر شپه د مخابراتي شبکو فعالیت ودرید

(Last Updated On: July 21, 2019)په مزار ښار کې د یکشنبه پر شپه(د چنګاښ ۲۹) …