عاجل خبرونه

د خوست نړيوال هوايي ډګر ځغاستليکې د پخولو چارې پيل شوې

(Last Updated On: اګست 19, 2016)

vlcsnap-2016-08-19-09h46m00s246

د تېرو څو مياشتو راهيسې د خوست ملکي هوايي ډګر د جوړيدو چارې پيل شوي، چې تېره ورځ يې د ځغاستليکې پخول پيل شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي وایي،دا ځغاستليکه د ٤٥ مترو په پلنوالي او دوه نيم کيلو مترو په اوږدوالي پخيږي.

د نوموړي په وینا؛ د هوايي ډګر چارې ښې روانې دي، چې د ترمينل له پاره یې هم بودجه منظوره شوې ده.

هغه وایي،مرکزي حکومت دې د نورو تاسيساتو او سړکونو د جوړولو په برخه کې هم ځانګړې مرسته تر سره کړي.

د خوست والي زياتوي، يو مسلکي تيم ګمارل شوى، چې د هوايي ډګر د جوړيدو له چارو څخه منظمه څارنه کوي.

د دې تيم غړى انجنیر ولایت خان وايي، تر اوسه د چارو کيفيت ښه دى؛ خو د هوايي ډګر د اوارولو له پاره هم بايد کاري ګامونه پورته شي.

د خوست هوايي ډګر چارې ٤ مياشتې وړاندې پيل شوي، چې جوړيدل او بشپړيدل به يې لس مياشتې نور وخت هم واخلي.

پر دې پروژه ٨١٠ ميليون افغانۍ لګول کيږي، چې لګښت یې د دولت له بودجې او جاپان هېواد له لورې ورکړ شوى دی.

خبریال:  فريدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …