عاجل خبرونه

د خان آباد-کندوز لار ترافیکو ته خلاصه شوه

(Last Updated On: اګست 27, 2016)

????????

د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د خان آباد- کندوز لار ترافیکو ته خلاصه شوې ده.

د کندوز امنیه قومندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ په ډاګه کړې، چې دغه لار له طالبانو څخه د سیمې د پاکولو په موخه د پیل شویو عملیاتو په لړ کې  نن د ترافیکو تګ راتګ ته خلاصه شوه.

هغه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې اته وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نورټپیان دي.

نوموړي د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه لار دولس ورځې مخکې طالبانو تړلې وه.

About Ariana News

Check Also

په افغانستان کې میلیاردونه دالر حیف او میل شوي- اشرف غني

(Last Updated On: دسمبر 9, 2018) ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې د نړیوالې …