عاجل خبرونه

د حکومت اجرائیه رییس نن د چین په رسمي بلنه بیجنګ ته سفر کوي

(Last Updated On: مې 15, 2016)

vlcsnap-2016-05-15-08h55m38s152

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن د چین د لومړي وزیر په رسمي  بلنه بیجنګ ته سفر کوي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل ویلي، چې عبدالله عبدالله به په دې درې ورځني سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړپوړیو چارواکو سره خبرې اترې ولري.

ښاغلي فیصل زیاته کړې، چې د دواړو خواوو خبرې به زیاتره پر سیاسي او اقتصادي مسایلو راوڅرخیږي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې سفر کې د کابینې غړي او یو شمېر افغان سوداګر له ښاغلي عبدالله عبدالله سره مل دي.

چین د افغانستان ګاونډ او د سولې بهیر د څلوړاخیزو ناستو مهم غړی هېواد دی.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …