نړۍ
د حسني مبارك او د هغه د دوه زامنو د محاكمې دوه يمه غونډه پيل شوه
د مصر دغه پخوانى ولسمشر د خپل رژيم پرمهال د روان عيسوي كال د جنورۍ په پاڅونونو كې د ۸۵۰ لاريونوالو پر وژنو تورن دى.
د حسني مبارك، د هغه د دوه ځامنو او د هغه د رژيم د څو لوړ پوړو چارواكو محاكمه څو ورځې مخكې پيل شوه، خو د دې هېواد د كورنيو چارو وزير حبيب العادلي او د هغه د مرستيالانو محاكمه د سنبلې مياشتې ته وځنډول شوه.
د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارك او د هغه د دوه ځامنو علا او جمال د محاكمې دوه يمه غونډه د دې هېواد د پلازمېنې د پوليسو په پوهنتون كې پيل شوه.
د رپوټونو له مخې، كه پر حسني مبارك لگيدلي تورونه رښتوني ثابت شي؛ نوموړى به په اعدام محكوم شي.
د مصر د دغه پخواني ولسمشر د محاكمې غونډه په داسې حال كې ترسره شوه، چې نومړى پر تخته ويده پروت و او روغتيايي حالت يې خراب و، خو د مصر د روغتيايي چارواكو په وينا اوس د مبارك روغتيايي حالت ښه دى او كيدى شي، چې نوموړى محكمې ته حاضر شي.
له بلې خوا، د لس زرو په خوا وشا كې پوليس او نور امنيتي سرتېري پدې سيمه كې پداسې حال كې ځاى پرشوي، چې يو زيات شمېرزغره وال موټر هم ورسره دي.
حسني مبارك، چې د قاهرې په يوه روغتون كې بستري و، په يوه الوتكه كې د پوليسو ياد پوهنتون ته راوستل شو. د نوموړي د محاكمې د لومړۍ غونډې په څېردا ځل هم د هغه مدافع وكيلانو او دغه راز د وژل شويو كسانو او اعتراض كوونكي وكيلانو حضور درلود.
د حسني مبارك، د هغه د دوه ځامنو او د هغه د رژيم د څو لوړ پوړي چارواكو محاكمه څو ورځې مخكې پيل شوه، خو د دې هېاد د كورنيو چارو د وزير حبيب العادلي او د هغه د مرستيالانو محاكمه د سنبلې مياشتې ته وځنډول شوه.
نړۍ
د اروپايي ټولنې مشرانو پر ایران له نویو بندیزونو ملاتړ وکړ
د هغې غونډې په پای کې، چې پر اسرائیلو د ایران د بېساري برید او پر تهران د بندیزونو لګولو په اړه جوړه شوې وه، د اروپايي ټولنې مشرانو د ایران پر حکومت د نورو زیاتو بندیزونو له لګولو ملاتړ وکړ.
د دغې اتحادیې د ۲۷ غړیو هېوادونو مشرانو د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه) په بروکسل کې څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنه به د ایران پر ضد، په تېره بیا د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو توغولو له کبله نور ډېر محدودیتونه ولګوي.
له غونډې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د بندیزونو له غځولو ملاتړ وکړ او څرګندوي: مونږ د بندیزونو پلوي یوو او پر ټولو هغو هېوادونو، چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په تولید کې ښکېل دي؛ پلي شي.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني هم د جي – ۷ هېوادونو د وروستیو خبرو اترو مخکې ویلي، چې باید د ټولو هغو ادارو پر وړاندې بندیزونه ولګول شي، چې پر اسرائیلو یې د ډرون او توغندیو او په سره بحیره کې کښتیو بریدونه کوي؛ ولګول شي.
اسرائيلي چارواکو بیا ځلي ويلي، چې پر اسرائیلو د بريد غچ به اخلي. اروپايي ټولنې پر تهران د بنديزونو زياتولو ته د چمتووالي له څرګندولو سره له اسرائيلو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.
د اروپايي ټولنې د عالي کمیشنرۍ مشرې اورسولا فون در لاین د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې پر اسرائیلو د ایران برید د تهران، مسکو او پیونګ یانګ پالیسیو ته په نغوته کې د یوه نوي استبدادي ائتلاف وروستۍ نښه ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ هغې، چې د بروکسل دفاعي او امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې ویلي؛ دغه اتحاد هڅه کوي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ رامنځته شوی نظم له منځه یوسي او ډیموکراسي له ناکامۍ سره مخ کړي.
سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و، چې له اووه کسیزې ډلې او نورو متحدینو سره به د ایران پر وړاندې د هراړخیز ځواب پر طرحه کار وکړي او د تهران د میزائیلو او ډرون پروګرامونو پر ضد به نوي بندیزونه ولګوي او د سپاه پاسداران او د دفاع وزارت پر ملاتړیو ادارو به اضافي بندیزونه ولګوي.
نړۍ
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
امریکا او متحدینو یې پر اسرائیلو د بېساري برید له کبله پر ایران د نويو بندیزونو لګولو هڅې پیل کړي، چې پرې د اسرائیلو لخوا د کړکېچ زیاتولو مخه ونیسي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا او اروپا پر ایران د اقتصادي او سیاسي بندیزونو د سختولو اعلان کړی او تمه ده، چې اسرائیل له پراخو غچ اخیستونکیو کړنو لرې وساتي.
د اسراییلو د پوځ ستر درستیز هرزي هالوی ویلي وه، چې پر اسرائیلو د ایران له ۳۰۰ ډېر توغندي او چاودېدونکې بې پلوټه الوتکې وتوغول شوې، چې بې ځوابه به پاتې نشي؛ خو په دې اړه یې له جزئیاتو وړاندې کولو ډډه وکړه.
د اسرائیلو یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د جګړې کابینې غونډه وکړه؛ خو له توضیحاتو پرته چارشنبې ته وځنډول شوه.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې: امریکا په راتلونکیو ورځو کې د ایران د لرې ویشتونکیو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر پروګرام د نويو بندیزونو د لګولو پلان لري او تمه ده، چې متحدین یې هم ومني.
له دې مخکې هم د امریکا خزانې وزیرې جانټ یلن ویلي، چې امریکا به بندیزونه ولګوي او له خپلو متحدینو سره به د ایران د “ناوړه او بېثباته کوونکیو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
هغې د واشنګټن په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې د ایران د “ترهګرۍ د تمویل” د مخنیوي لپاره ټول غوراوي پر میز پراته دي، چې د ایران پرضد نور بندیزونه ژر اعلان شي.
د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له بېړني ویډیويي کنفرانس وروسته څرګنده کړې؛ ځینو غړیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر ایران دې بندیزونه وغځول شي او د اروپايي ټولنې ډیپلوماټیکه څانګه دې پدې وړاندیز کار پیل کړي.
د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي، چې د یوه ډیپلوماټیک برید مشري کوي؛ له ۳۲ هېوادونو څخه ته یې لیکلې غوښتنه کړې، چې د ایران د توغندیو پروګرام تحریم کړي.
نړۍ
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
امریکا د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي او ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه دې له غور او فکر څخه کار واخلي.
سپینې ماڼۍ ویلی، چې بایډن نه غواړي پراخه جګړه وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي انبيسي خبري سرچینې ته ویلي؛ مونږ له ایران سره د پراخې جګړې په لټه کې نهیوو.
هغه زیاته کړې؛ امریکا نه غواړي، چې له ایران سره دا جګړه پراخه شي.
کربي وایي: نتانیاهو د شنبې پر ورځ له بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه له احساساتو “ښه خبر” شو.
د اسرائیلو پوځ ویلي، ایران د شنبې پر ورځ ناوخته پر اسرائیلو له ۳۰۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې او توغندي وتوغول، چې ۱۲ کسان یې ټپیان کړل.
امریکايي چارواکو ویلي، چې امریکايي جنګي الوتکو شاوخوا ۷۰ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې او امریکايي کښتیو یې د څلورو او شپږو تر منځ بالستیک توغندي وویشتل.
د بایډن ادارې یوه جګپوړي چارواکي تائید کړې، چې بایډن نتانیاهو ته ویلي؛ واشنګټن به پر ایران د غچ اخیستنې لپاره پوځي ملاتړ ونکړي.
دغه چارواکي د نوم نهښودلو پر شرط خبریالانو ته په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي: مونږ به د هر هغه ځواب برخه نشو، چې هغوی ( اسرائیل ) یې ترسره کوي. مونږ به په دې ډول عمل کې د ګډون تصور هم ونکړو.
د امریکا ولسمشر تېره شپه لومړي وزیر( نتانیاهو ) ته څرګنده کړې، چې مونږ باید د تاوتریخوالي د خطرونو په اړه د پام وړ غوراوی ولرو.
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره سلګونه چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
ویل کیږي، چې اسرائیلو د یکشنبې پر ورځ د ایران له بې ساري برید وروسته د یوې پراخې جګړې وېره رامنځته کړې ده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي