عاجل خبرونه

د حزب اسلامي رهبر حکمتیار د لویې جرګې پر را بللو ټینګار وکړ

(Last Updated On: October 11, 2018)

د پنجشنبې پر ورځ(د تلې ۱۹) سیاسي ډلې او بهیرونه را ټول شول او د افغانستان د روانې شخړې د حل لپاره یې  میسم نومې دوه ورځنۍ ملي ناسته جوړه کړه.

د ملي یوالي په دې ناسته کې د حزب اسلامي مشر حکمتیار وویل: باید لویه جرګه را وبلل شي؛ ځکه، چې په هېواد کې هره ورځ ګڼ کسان وژل کیږي.

حکمتیار له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې بندې کړي.

ښاغلی ګلبدین حکمتیار د لنډ مهالې ادارې له جوړیدو سره مخالف دی او وایي؛ اړتیا نشته، چې لنډمهاله اداره جوړه شي. دا اوسنی حکومت هم یوه لنډ مهاله اداره ده او باید خپله ټاکلې موده پوره کړي.

هغه ته د را روانو ټاکنو روڼتیا ډېره باوري نه ښکاري او روان وضعیت هم د اندېښنې وړ بولي.

ښاغلی حکمتیار پر رڼو ټاکنو باور لري اوڅرګندوي؛ د ستونزو د حل لپاره دوی ولسمشرۍ ته یو نوماند  دروي، چې ټول خلک یې پر نوماندۍ رضایت ولري.

د حکمتیار په خبره؛ حکومت د سولې اراده هم نلري.   

د ملي محاذ ګوند رییس حامد گیلاني وایي؛ مونږ غواړو، ټول د درناوي وړ او نومیالي شخصیتونه راټول کړو او په ګډه د هېواد نننیو ستونزو ته د حل لار ومومو.       

دغه راز به د دې ناستې په پای کې یو پرېکړه لیک هم خپور شي او د نامشروع لارو حکومت ته د رسیدو مخه به هم ډپ کړي.

 د یادونې ده، چې له دې مخکې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د لویې جرګې له جوړیدو سره مخالفت کړی و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزار ښار کې د یکشنبې پر شپه د مخابراتي شبکو فعالیت ودرید

(Last Updated On: July 21, 2019)په مزار ښار کې د یکشنبه پر شپه(د چنګاښ ۲۹) …