عاجل خبرونه

د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ

(Last Updated On: August 13, 2015)

h

د افغانستان د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ.

  د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد وایي، په کابل او ټول افغانستان کې د تشدد او تاوتریخوالي پېښې په کلکه غندو.

د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد په یوه شپږماده ییز پرېکړه لیک کې پر هغو رپوتونو کلکه اندېښنه وښوده، چې په شمال کې د ځینو کړیو او ډلو له خوا پر خلکو وسلې او پیسې وېشل کیږي.

د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد وایي، د ملیشو جوړولو هڅّه به هېواد له زیاتې بدمرغۍ سره مخ کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …