د جگړې د دوام لپاره نوره هېڅ پلمه نده پاته

(Last Updated On: جنوري 15, 2013)

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چي په هېواد كي د جگړې د دوام  له پاره د وسله والو طالبانو نوره هېڅ پلمه نه ده پاته.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، امريكا ته په وروستي سفر كې يې د سولې هلو ځلو د چټكتيا په برخه كې ښې لاس ته راوړنې درلودې.

د دغه شورا د دارلانشا رئيس محمد معصوم ستانكزى وايي:

اوس په افغانستان كې د جگړې د دوام له پاره د وسله والو مخالفينو هېڅ پلمه نه ده پاته.

هغه زياتوي، چې له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو لېرې كېدل، د ملي حاكميت لرل او د دوى د مصئونيت له پاره د ځاى برابرول هغه څه وو، چې طالبانو پرې ټينگار كاوه، خو اوس د افغان حكومت او سولې شورا په هڅو دا غوښتنې هم عملي شوې.

ستانكزى همدارنگه وايي، وسله والو طالبانو ته ښايي چې له ترهگرو سره اړيكې پرې او د سولې له پاره خپل استازي واستوي او په ريښتيني توگه خبرو ته حاضرشي، نه داسې، چې بيا كومه ناوړه پېښه تكرار شي.

د سولي د عالي شورا دا چارواكى وايي، چې امريكا ته په سفر كې يې له امريكايي چارواكو سره په قطر كې د سولې خبرو له پاره د طالبانو د يوه دفتر د جوړېدو ترڅنگ په دې هم موافقه كړې، چې د خبرو لړۍ كه په دغه هېواد او يا كوم بل ځاى كې وي د افغانانو له خوا به پرمخ ځي.

نوموړي همدارنگه په ډاگه كړه، امريكا ته د سفر پروخت په دې هم ټينگار شوى، چې د سولې خبرې چټكتيا ومومي.

له بلې خوا قطر په دغه هېواد كې په افغانستان كې د سولې د خبرو په موخه د وسله والو طالبانو له پاره د دفتر د جوړېدو په اړه د افغان او امريكايي ولسمشرانو د هوكړې هركلى كړى دى.

رسنيو د قطر د بهرنيو چارو وزارت په حواله ويلي چې، دغه هېواد په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينگښت لپاره د هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاريو ته تيار دى.

About ATN NEWS

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …