د جلال آباد ښار تالاشۍ څلورلاري ته څيرمه د مالوچو په مارکیت کې اورلگېدلی

(Last Updated On: دسمبر 31, 2015)

vlcsnap-2015-12-31-14h31m31s97سیمه ییزچار واکي وايي، د جلال آباد ښار تالاشۍ څلورلاري ته څيرمه د مالوچو اووه گودامونه اودوه موترپه بشپړه توگه سوزیدلي دي؛ خو د اور وژنې ډله توانېدلې، چې د نور زیان مخه ونیسي.

 

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، اورلگېدنه د گاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې‎، چې له کبله یې د مالوچو اووه گودامونه او دوه موتر په بشپړه توگه سوزېدلي دي.

 

هغه زیاتوي، په دې پېښه کې چاته د سرزیان نه دی اوښتي.

 

هټیوال وايي، د اور له کبله ورته میلیونونه افغانۍ زیان رسیدلي.

 

دوی له حکومته غواړي، چې د کار و بار د بېرته پيل له پاره ورسره مرسته وکړي. د غیر معیاري مارکتونو جوړول او په هرځای کې پخپل سرد گازو او تېلو پلور د دې لامل شوی، چې ډېرکله په جلال آباد ښار کې دغه ډول اورلگېدنې رامنځته شي. تيرکال داوړي په موسم کې دجلال آباد ښارپه فرشونو کوڅه کې اورلگېدنې خلکو ته له سل میلیون افغانیو ډېرزیان واړاوه .

خبریال: رحمت الله زیارمل.

About Ariana News

Check Also

د بایو متریک سیستم مدیریت د کمیسیون دنده ده- حفیظ الله هاشمي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د بایومتریک سیستم …