عاجل خبرونه

د تېلو په یوه قرارداد کې د مړي لاسلیک تر سترګو کیږي

(Last Updated On: اپریل 20, 2015)

vlcsnap-2015-04-20-17h42m33s252

د عدليې د پخواني وزیر اسدالله غالب لاسلیک د هغه له مړینې اووه میاشتې وروسته د ملي دفاع وزارت د تیلو په یوه تړون کې اخیستل شوی دی.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې د ملي دفاع وزارت د تیلو په تړون کې په شوي اختلاس کې ښکیل ټول کسان باید محاکمه شي.

دوی کاندید وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو په ورځ د جرګې د غړو او کاندیدانو تر منځ د پیسو د لویو معاملو څخه هم پرده پورته کوي.

د ملي دفاع وزارت د تیلو د تړون د بیا څیړنې په هکله د ولسمشر لخوا ګومارل شوي پلاوي دوه اوونۍ مخکې خبر وکړ چې د تیلو په دغه تړون کې سل میلیونه ډالره اختلاس شو، خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دغه تړون کې د نویو پرمختګونو خبره کوي.

دوی وايي چې د تیلو په دغه تړون کې چې د ۱۳۹۳ کال د زمري په میاشت کې لاسلیک شوی دی، د عدلیې د پخواني وزیر حبیب الله غالب لاسلیک هم تر سترګو کیږي، په داسې حال کې چې حبیب الله غالب د تړون له لاسلیک اووه میاشتې مخکې یعني ۱۳۹۲ د کب په میاشت کې مړ شوی دی.

vlcsnap-2015-04-20-19h27m10s129

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري:

“درنو وکیلانو! په افعانستان کې معجزه پیښه شوې؛ درته مبارک دې وي، دې حکومت ته دې مبارک وي! مړی له قبر څخه راغلی او قرارداد یې لاسلیک کړی، درته مبارک دې وي.”

د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا د ولسمشر اقتصادي سلاکار عمر زاخیلوال هم د ملي دفاع وزارت د تیلو په دغه تړون کې په اختلاس تورنوي.

vlcsnap-2015-04-20-19h27m34s131

د ولسي جرګې غړی لطیف پدرام:

ښاغلی ذاخیلوال د ملي دفاع وزارت په اختلاس کې ښکیل دی او څو ورځې کيږي چې رسنۍ یې په اړه خبرې کوي؛ خو له بده مرغه چې تر څېړنې لاندې نه نیول کیږي.

EKHTELAS  20 - 4 - 2015 - PASHTO - SOT.avi_snapshot_01.27_[2015.04.20_17.42.09]

هڅه مو وکړه د ښاغلي زاخیلوال نظر هم تر لاسه کړو،خو له ډیرو هڅو سره بریالي نه شوو، خو د دفتر مسول یې وویل چې ښاغلی زاخېلوال تر ناوخته په امنیتي غونډه کې مصروف دی.

د ولسمشر لخوا د ملي دفاع وزارت د تیلو د قرارداد څیړونکي پلاوي هم ویلي دي چې د یو میلیارد ډالرو په دغه تړون کې سل میلیونه ډالره اختلاس شوی دی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …