عاجل خبرونه

د تېر کال په پرتله د خصوصي بانکونو مالي حالت ښه شوی-امیري

(Last Updated On: اکتوبر 13, 2016)

vlcsnap-2016-10-13-12h15m44s47

د خصوصی بانکونو ټولنه وايي،  په هېواد کې د تېر کال په پرتله که څه هم امنیتي ستونزې زیاتي شوې؛ خو پانګونه هم زیاته کړې ده.

دغه ټولنه زیاتوي، د پانګونې د ډېریدو عوامل بېلابېل دي او د خلکو با ور هم پرخصوصي بانکونو زیات شوی دی.

د خصوصي بانکونو ټولنه څرګندوي؛ تېر کال په بانکونو کې د خلکو امانات ۲۱۳ میلیارد افغانۍ وې، خو اوس دا کچه ۲۳۸ میلیارد افغانیو ته رسیدلې.

د دغې ټولنې د مسوولینو په وینا؛ د  تېر کال د بانکونو پانګه ۲۵۲میلیارد افغانۍ وه، چې اوس دغه رقم ۲۵۹ میلیارد افغانۍ کیږي.

د خصوصی بانکونو د ټولنې رییس نجیب امیري وایي، کارونه اوس ښه شوي او د کابلبانک له مالي کړکیچ وروسته اوس د روڼتیا په برخه کې ډېر کار شوی او دا مهال ۱۳ سلنه خلک له بانکي خدمتونو ګټه پورته کوي او دا لړۍ د پراختیا په حال کې ده.

د هغه په وینا؛ خلک د برښنایی ماشینونو څخه اوس زیاته استفاده کوي. دا کار ښیي، چې د خصوصي بانکونو خدمتونه ښه شوي او خلک د یو ډاډ من سیستم  په سترګه ورته ګوري.

خصوصي بانکونه په داسې حال کې د بانکونو د مالي حالت د ښه والي ډاډ ورکوي، چې د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان د اقتصادي نظام په وړاندې ستر سرخوږی امنیتي ستونزې بولي او وایي که یې مخه ونه نیول شي، اقتصادي نظام به نور هم زیانمن شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …