عاجل خبرونه

د تېرو دوه کلونو په پرتله زیاته پانګونه شوې

(Last Updated On: April 28, 2016)

vlcsnap-2016-04-28-16h21m44s172

د افغانستان د خصوصي بانکونو د ټولنې مسوولین وايي، د تېرو دوه کلونو په پرتله په روان میلادي کال کې خصوصي بانکونو په  افغانستان کې  پانګو نه زیاته کړې.

د خصوصی بانکو نو د ټولني رییس محمد نجیب امیري  وايي،  خصوصي بانکونو د  ملکیتونو او ساختماني چارو په برخو کې پورونه ورکړي او هیله ده، چې په روان میلادي کال کې بانکونه وده وکړي.

هغه زیاتوي، مونږ په روان کال کې د پام وړ پانګونه کړې، خصوصي بانکونه به په دوه زره شپاړلسم کال کې ډېره وده وکړي دا به مو د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.

د افغانستان بانک وايي، چي په بانکي نظام کي له فساد سره د مبارزی په برخه کې جدي ګامونه پورته شوي او نوي سیستمونه فعال دي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال خان افضل هډه وال وایي؛ مونږه هڅه کوو، چي شفافیت رامنځته کړو، چې فساد له منځه ولاړشي. مونږه د همدې له پاره نوي سیستمونه فعال کړي او پخپله د افغانستان بانک ترې څارنه کوي او نور بانکونه باید ترې ګټه واخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم ۲۰۱۶ کال د افغانستان له پاره مهم کال بولي او وايي، چې سوداګري به په کي وده وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وایي، مونږه د نورو کلو نو برخلاف ګورو ، چې سوداګریزي اړیکې مو له سیمې او نړۍ سره د ښه کیدو په حال کې دي؛ نو له همدي امله به روان میلادی کال له اقتصادي پلوه ښه وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین له حکومت غواړي، چې د قوانینو د اصلاح او له فساد سره په مبارزه کې ګړندي ګامونه واخلي.

خبریال: اسلم حجاب.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …